دونۍ د ۲۰۲۵ د اپریل ۱۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اپریل ۱۴

ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت، زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.

زبور 63:5-6

ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه، او دا څومره بې‌حسابه دى. کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى. او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.

زبور 139:17-18

ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے

زبور 119:103

بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه، ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.

غزلې 1:2

په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.

زبور 73:25

په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.

زبور 45:2

لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه. هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه، او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.

غزلې 2:3-4

د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينه چې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه. د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه. هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه، هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه، نو، اے د يروشلم ښځو، زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.

غزلې 5:15-16

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې