درېنۍ د ۲۰۲۵ د اپریل ۱۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اپریل ۱۵

خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى.

يرمياه 50:34

ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.

عاموس 5:12

يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل، ”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.

زبور 89:19

چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“

يشعياه 49:26

دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“

يشعياه 63:1

دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى. رحم، سلامتيا او مينه دې په تاسو د حد نه زياته وى. زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو. ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى. اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے. او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى. دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى. نو په هم دې طريقه دا خلق د خپلو روياګانو په وجه خپل جسمونه پليتوى، د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى او جلالى مخلوق ته بدرد وائى. بلکې ياد ساتئ چې د ټولو نه لوئې فرښتې ميکائيل هم دغسې ونۀ کړل، ځکه چې څۀ وخت چې هغه د موسىٰ د لاش په باب د اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت يې دومره همت ونۀ کړو چې په اِبليس اِلزام ولګوى، بلکې دا يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ دې تا ملامته کړى.“ خو دا خلق هغه څيزونو ته بدرد وائى کوم چې دوئ نۀ پېژنى، او چې په کومو څيزونو دوئ په طبعى توګه لکه د بې‌شعوره ځناورو پوهيږى، نو په هم دې هغوئ خپل ځان تباه کوى. په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول. کله چې دا ګنده خلق ستاسو په مېلمستيا کښې تاسو سره په خوراک څښاک شراکت کوى نو هغوئ په ډېر بې‌ادبۍ سره خوراک کوى لکه د هغه شپونکو په شان چې صرف خپله ګېډه ډکوى. هغوئ د هغه بې‌بارانه وريځو په شان دى چې هوا په مخه کړې وى، او د منى د بې‌مېوې ونو په شان دى چې په دواړه اړخه مړې وى، يعنې د بېخه ويستلے شوې وى. هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده. حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بې‌دينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بې‌دينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بې‌دينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“ دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى. خو زما ګرانو دوستانو، تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د رسولانو پېشګويۍ يادې ساتئ. هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بې‌دينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى. دا هغه خلق دى چې ستاسو په مينځ کښې بيلتون راولى، هغوئ نفسانى دى او په کښې د خُدائ پاک روحُ نشته. خو زما ګرانو دوستانو، تاسو د خپل مقدس ايمان په بنياد يو بل قائم کړئ او د روحُ القُدس په طاقت دُعاګانې کوئ. خپل ځانونه د خُدائ پاک په مينه کښې قائم وساتئ، او د هغې ورځې اِنتظار کوئ چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح به تاسو ته په خپل رحم د تل ژوندون درکړى. په هغوئ رحم کوئ چې شک کوى. ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے. اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.

يهوداه 1

خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى.

روميان 5:20

څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.

يوحنا 3:18

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

عبرانيان 7:25

چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.

يشعياه 50:2

نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟

روميان 8:35

زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون، نۀ فرښتې، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ اوسنى او نۀ راتلونکى څيزونه، نۀ قوتونه، په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.

روميان 8:38-39

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې