نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.
يوحنا 10:7
ورځنی رڼا
نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.
يوحنا 10:7
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،
متى 27:51
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
اول پطروس 3:18
په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.
عبرانيان 9:8
زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
يوحنا 10:9
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
يوحنا 14:6
For through him we both have our access in one Spirit to the Father. So then you are no longer strangers and foreigners, but you are fellow citizens with the saints, and of the household of God,
Ephesians 2:18-19
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،
عبرانيان 10:19-20
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده، د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.
روميان 5:1-2
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اپریل ۱۸
Deuteronomy 18:18
۲۰۲۵ اپریل ۱۷
Psalms 50:23
۲۰۲۵ اپریل ۱۶
Psalms 31:22
۲۰۲۵ اپریل ۱۵
Jeremiah 50:34
۲۰۲۵ اپریل ۱۴
Psalms 63:5-6
۲۰۲۵ اپریل ۱۳
Proverbs 3:9
۲۰۲۵ اپریل ۱۲
Romans 8:3