جمعه د ۲۰۲۵ د اپریل ۲۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اپریل ۲۵

د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“

متى 1:21

تاسو ته پته ده چې مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى، او په هغۀ کښې هيڅ ګناه نشته.

اول يوحنا 3:5

هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.

اول پطروس 2:24

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

عبرانيان 7:25

خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو. مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.

يشعياه 53:5-6

هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى. او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.

لوقا 24:46-47

ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.

عبرانيان 9:26

بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى.

اعمال 5:31

نو ځکه زما وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د عيسىٰ په وسيله تاسو ته د ګناهونو د معافۍ اعلان کيږى. او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله.

اعمال 13:38-39

زما ګرانو بچو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى.

اول يوحنا 2:12

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې