اونۍ د ۲۰۲۵ د اپریل ۲۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اپریل ۲۶

د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه، او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.

غزلې 2:6

خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.

ګردان 33:27

خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“

متى 14:30-31

کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.

زبور 37:23-24

د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“

ګردان 33:12

او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.

اول پطروس 5:7

نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.

زکرياه 2:8

زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى. زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے.

يوحنا 10:28-29

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې