يونۍ د ۲۰۲۵ د اپریل ۲۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اپریل ۲۷

خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى،

اول کورنتيان 7:29

يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک، د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.

ايُوب 14:1-2

دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.

اول يوحنا 2:17

او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى.

اول کورنتيان 15:22

کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“

اول کورنتيان 15:54

ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.

روميان 14:8

مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده.

فيليپيانو 1:21

نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ. ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.

عبرانيان 10:35-37

شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.

روميان 13:12

د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.

اول پطروس 4:7

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې