هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو.
پېدايښت 24:63
ورځنی رڼا
هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو.
پېدايښت 24:63
زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته، اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.
زبور 19:14
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم، انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟
زبور 8:3-4
د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.
زبور 111:2
نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى. خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
زبور 1:1-2
ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.
يشوَع 1:8
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت، زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.
زبور 63:5-6
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۲۹
Matthew 25:34
۲۰۲۵ مارچ ۲۸
Joshua 1:18
۲۰۲۵ مارچ ۲۷
Proverbs 11:18
۲۰۲۵ مارچ ۲۶
Matthew 2:14-15
۲۰۲۵ مارچ ۲۵
Hebrews 13:5-6
۲۰۲۵ مارچ ۲۴
Genesis 15:6
۲۰۲۵ مارچ ۲۳
Revelation 4:8