د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“ نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“
عبرانيان 13:5-6
ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“
پېدايښت 28:15
تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“
ګردان 31:6
for Demas left me, having loved this present world, and went to Thessalonica; Crescens to Galatia, and Titus to Dalmatia.
2 Timothy 4:10
At my first defense, no one came to help me, but all left me. May it not be held against them.
But the Lord stood by me, and strengthened me, that through me the message might be fully proclaimed, and that all the Gentiles might hear; and I was delivered out of the mouth of the lion.
2 Timothy 4:16-17
کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى،
خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى.
زبور 27:10
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى 28:20
او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
رويا 1:18
زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.
يوحنا 14:18
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا 14:27