جمعه د ۲۰۲۵ د مارچ ۲۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ مارچ ۲۱

بېدار شه او څۀ چې پاتې دى، او مړ کېدو ته نزدې دى هغه مضبوط کړه، ستا کارونه هم ما د خپل خُدائ پاک په نظر کښې پوره ونۀ ليدل.

رويا 3:2

د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.

اول پطروس 4:7

تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.

اول پطروس 5:8

پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،

ګردان 4:9

څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“ خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.

عبرانيان 10:38-39

او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“

مرقوس 13:37

يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.

يشعياه 41:10

زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“

يشعياه 41:13

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې