ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.
پېدايښت 15:6
ورځنی رڼا
ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.
پېدايښت 15:6
خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو. هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى. نو ځکه دا ايمان اِبراهيم ته په صداقت حساب شو. دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې، بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو،
روميان 4:20-24
خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى.
روميان 4:13
ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
روميان 1:17
راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.
عبرانيان 10:23
زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.
زبور 115:3
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
لوقا 1:37
څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
لوقا 1:45
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۲۳
Revelation 4:8
۲۰۲۵ مارچ ۲۲
Genesis 13:10-11
۲۰۲۵ مارچ ۲۱
Revelation 3:2
۲۰۲۵ مارچ ۲۰
Psalms 119:130
۲۰۲۵ مارچ ۱۹
Acts 3:26
۲۰۲۵ مارچ ۱۸
Isaiah 38:14
۲۰۲۵ مارچ ۱۷
Leviticus 1:4