څلرنۍ د ۲۰۲۵ د مارچ ۲۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ مارچ ۲۶

نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل، او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“

متى 2:14-15

نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے.

روميان 6:16

خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.

اول کورنتيان 12:11

خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے.

اول کورنتيان 12:7

تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.

اول پطروس 4:10

اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى.

اول کورنتيان 4:2

خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.

لوقا 12:48

to the one a stench from death to death; to the other a sweet aroma from life to life. Who is sufficient for these things?

2 Corinthians 2:16

زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.

فيليپيانو 4:13

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې