او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“
يشوَع 1:18
ورځنی رڼا
او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“
يشوَع 1:18
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زبور 27:1
هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى. نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى. خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
يشعياه 40:29-31
کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
زبور 73:26
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان 8:31
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
زبور 118:6
ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل، او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.
زبور 44:5
خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
روميان 8:37
لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“
اول تواريخ 22:16
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۲۷
Proverbs 11:18
۲۰۲۵ مارچ ۲۶
Matthew 2:14-15
۲۰۲۵ مارچ ۲۵
Hebrews 13:5-6
۲۰۲۵ مارچ ۲۴
Genesis 15:6
۲۰۲۵ مارچ ۲۳
Revelation 4:8
۲۰۲۵ مارچ ۲۲
Genesis 13:10-11
۲۰۲۵ مارچ ۲۱
Revelation 3:2