او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
اول يوحنا 3:22
ورځنی رڼا

او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
اول يوحنا 3:22
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.
عبرانيان 11:6
څوک چې د ګناه د فطرت په مطابق اوسيږى، هغوئ خُدائ پاک رضا کولے نۀ شى.
روميان 8:8
ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى، او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.
زبور 149:4
نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے. ځکه کۀ تاسو په ګناه کولو وهل وخوړل او صبر مو وکړو، نو بيا ستاسو اجر د څۀ خبرې؟ خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے،
اول پطروس 2:19-20
بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.
اول پطروس 3:4
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
زبور 50:23
زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم. دا به مالِک خُدائ د غوَيى د قربانۍ نه زيات خوشحاله کړى، د دې نه زيات چې پوره غوَيے ورته د ښکرونو او سومونو سره وړاندې کړى.
زبور 69:30-31
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
روميان 12:1
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۱۱
Numbers 6:24
۲۰۲۵ مارچ ۱۰
Genesis 22:14
۲۰۲۵ مارچ ۹
1 Timothy 6:17
۲۰۲۵ مارچ ۸
Isaiah 38:17
۲۰۲۵ مارچ ۷
Isaiah 54:5
۲۰۲۵ مارچ ۶
Proverbs 2:8
۲۰۲۵ مارچ ۵
Isaiah 38:14