عيسىٰ په ژړا شو.
يوحنا 11:35
ورځنی رڼا

عيسىٰ په ژړا شو.
يوحنا 11:35
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
يشعياه 53:3
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان 4:15
نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.
عبرانيان 2:10
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.
عبرانيان 5:8
خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم. چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بېعزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.
يشعياه 50:5-6
يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“
يوحنا 11:36
ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو. هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
عبرانيان 2:16-17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۱۰
Genesis 22:14
۲۰۲۵ مارچ ۹
1 Timothy 6:17
۲۰۲۵ مارچ ۸
Isaiah 38:17
۲۰۲۵ مارچ ۷
Isaiah 54:5
۲۰۲۵ مارچ ۶
Proverbs 2:8
۲۰۲۵ مارچ ۵
Isaiah 38:14
۲۰۲۵ مارچ ۴
Colossians 3:2