ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.
زبور 31:15
ورځنی رڼا

ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.
زبور 31:15
مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.
ګردان 33:3
بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو، ”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه. تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“
اول بادشاهان 17:2-4
بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“
اول بادشاهان 17:8-9
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟
متى 6:25
په دې ټولو څيزونو پسې بېدينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
متى 6:32
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه 3:5-6
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس 5:7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۶
Proverbs 2:8
۲۰۲۵ مارچ ۵
Isaiah 38:14
۲۰۲۵ مارچ ۴
Colossians 3:2
۲۰۲۵ مارچ ۳
Proverbs 3:5-6
۲۰۲۵ مارچ ۲
Genesis 41:52
۲۰۲۵ مارچ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۵ فبروري ۲۸
John 3:16
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

واده
د مینې او واده څخه مخکې مشورې په اړه د انجیل لارښود سره د خدای د درناوي عیسوي واده لپاره چمتو اوسئ.

صداقت
د خدای صداقت وپلټئ لکه څنګه چې د رومیانو په کتاب کې څرګند شوی. پوه شئ چې د هغه عدالت څنګه د خلاصون لاره…

ایمان
د یوسف خپلو وروڼو ته لارښوونې د مسیح په اړه د اسراییلو راتلونکي ایمان وړاندوینه کوي. د رزق لپاره په خدای باور…

والدینتوب
ومومئ چې څنګه عیسوي والدین کولی شي په مؤثره توګه خپلو ماشومانو ته د انجیل ارزښتونه ور زده کړي، د نسبیت په…

پیسې
د 1 تیموتیس 6 څخه د شتمنۍ په اړه د بایبل لید وپلټئ. زده کړئ چې ولې عیسویان باید د شتمنیو لپاره حرص ونه کړي او…