نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان 8:31
ورځنی رڼا

نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان 8:31
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
زبور 118:6
تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.
زبور 60:4
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زبور 27:1
هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم.
زبور 27:3
خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى، چې د دې د غږولو دپاره تيار دى چې مونږ ستاسو خِلاف د جنګ دپاره راوغواړى. اے اِسرائيليانو، د مالِک خُدائ خِلاف جنګ مۀ کوئ، کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. تاسو دا جنګ نۀ شئ ګټلے.“
دوېم تاريخ 13:12
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
زبور 46:7
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
رويا 17:14
قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
زبور 2:1
مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.
زبور 2:4
تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بېفائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.
يشعياه 8:10
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ فبروري ۲۸
John 3:16
۲۰۲۵ فبروري ۲۷
Romans 6:11
۲۰۲۵ فبروري ۲۶
Lamentations 3:40
۲۰۲۵ فبروري ۲۵
James 4:7
۲۰۲۵ فبروري ۲۴
Ezekiel 36:37
۲۰۲۵ فبروري ۲۳
Hebrews 12:24
۲۰۲۵ فبروري ۲۲
Psalms 25:12

اعتراف
د عیسی مسیح په عامه توګه د اعتراف کولو حیاتي اهمیت زده کړئ، له وېرې او بزدلۍ څخه خلاصون. په خپل ایمان کې ټینګ…
خلاصون
په صلیب باندې د مړینې په حال کې غل د ځواکمنې کیسې وپلټئ. ومومئ چې څنګه په عیسی کې د هغه ساده ایمان د فضل او…
نذرانې
دا شعر مومنانو ته هڅوي چې زموږ د خلاصون لپاره په صلیب باندې د مسیح ژورې قربانۍ او کړاوونه په یاد وساتي.
لمونځ
د خپلو ماشومانو د روحاني سفر لارښوونې لپاره د دعا 31 ورځني ټکي ومومئ. د دوی د خلاصون، مهربانۍ، حکمت او په…
خدمت
کشف کړئ چې ستاسو کړنې، لویې یا کوچنۍ، څنګه د مسیح مینه ښیې او د نورو په ژوند کې ژور توپیر رامینځته کوي.
د خدای مینه
د خدای ژوره مینه ومومئ چې ستاسو د ګناهونو لپاره په صلیب باندې د عیسی مسیح د قربانۍ له لارې ښودل شوې ده.