پينځنۍ د ۲۰۲۵ د مارچ ۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ مارچ ۶

او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“

متى 27:46

خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو. مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.

يشعياه 53:5-6

هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې‌اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.

يشعياه 53:8

خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.

يشعياه 53:10

بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو، هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.

روميان 4:24-25

ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.

اول پطروس 3:18

هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.

اول پطروس 2:24

For him who knew no sin he made to be sin on our behalf; so that in him we might become the righteousness of God.

2 Corinthians 5:21

Christ redeemed us from the curse of the law, having become a curse for us. For it is written, “Cursed is everyone who hangs on a tree,”

Galatians 3:13

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

اړوند مقالې