او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.
رويا 14:3
ورځنی رڼا

او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.
رويا 14:3
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،
عبرانيان 10:20
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو،
تيطوس 3:5-6
for by grace you have been saved through faith, and that not of yourselves; it is the gift of God, not of works, that no one would boast.
Ephesians 2:8-9
مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.
زبور 115:1
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
رويا 1:5-6
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
رويا 5:9
او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بېشمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې. او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“
رويا 7:9-10
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مارچ ۸
Isaiah 38:17
۲۰۲۵ مارچ ۷
Isaiah 54:5
۲۰۲۵ مارچ ۶
Proverbs 2:8
۲۰۲۵ مارچ ۵
Isaiah 38:14
۲۰۲۵ مارچ ۴
Colossians 3:2
۲۰۲۵ مارچ ۳
Proverbs 3:5-6
۲۰۲۵ مارچ ۲
Genesis 41:52