ورځنۍ رڼا, اګست ۱۷: د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ.

اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم. خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“

نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى.

او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ.

زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى. خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى.

تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.

د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى. الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.

د انسان ژوند د واښو په شان دے، لکه د مېدان د ګل په شان غوړيږى. کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى، او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.

تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.

کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده حاصلوى؟

نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده. نو، واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.

دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.

نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.

او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده.

او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو. او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).