۲۰۲۳ اګست ۱۱
ورځنۍ رڼا, اګست ۱۲: دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى
ورځنۍ رڼا
ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى. دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى.
مرثيى ۳:۳۱–۳۲
مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. ... خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم.
يرمياه ۴۶:۲۸
ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.
ميکاه ۷:۹
او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى.
اول کورنتيان ۱:۲۷
بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو ... ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.
قاضيانو ۳:۱۵, ۳۱
بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو ... زۀ په خپله تا لېږم.“ جدعون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ بنى اِسرائيليان څنګه خلاص کړم؟ د منسى په قبيله کښې د ټولو نه کمزورې قبيله زما ده او زۀ په خپل خاندان کښې د ټولو نه کشر يم.
قاضيانو ۶:۱۴–۱۵
مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.
قاضيانو ۷:۲
خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه ۴:۶
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
اِفِسيانو ۶:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ اګست ۱۰
يوحنا ۱۷:۱۵ · فيليپيانو ۲:۱۵
۲۰۲۳ اګست ۹
غزلې ۴:۷ · يشعياه ۱:۵–۶
۲۰۲۳ اګست ۸
متلونه ۴:۱۸ · فيليپيانو ۳:۱۲
۲۰۲۳ اګست ۷
يوحنا ۱۴:۲۶ · يوحنا ۴:۱۰
۲۰۲۳ اګست ۶
متلونه ۳:۱۲ · ګردان ۳۲:۳۹
۲۰۲۳ اګست ۵
روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹
