ورځنۍ رڼا, اګست ۱۳: نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.

او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.

او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بې‌داغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے.

ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.

دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.

نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى. نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى.

اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.

او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.

بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى.

ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان، نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار او نۀ به دوکه مار د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان شى. او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.

تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ، ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ ... يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله.

کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو.

مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ