۲۰۲۳ اګست ۸
ورځنۍ رڼا, اګست ۹: زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه
ورځنۍ رڼا
زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
غزلې ۴:۷
ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى. د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.
يشعياه ۱:۵–۶
مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى.
يشعياه ۶۴:۶
ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته.
روميان ۷:۱۸
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى.
زبور ۴۵:۱۳
ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
حزقىايل ۱۶:۱۴
اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى.
زبور ۹۰:۱۷
تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.
رويا ۷:۱۴
او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى.
اِفِسيانو ۵:۲۷
او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.
کولوسيان ۲:۱۰
او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.
يرمياه ۲:۱۳
مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.
پېدايښت ۴:۱
راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى ... نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل.
پېدايښت ۱۱:۴, ۸
نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. ... چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
پېدايښت ۱۳:۱۱, ۱۰, ۱۳
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى. ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.
معلِم ۱:۱۷–۱۸
ما لوئ لوئ کارونه وکړل. ما د ځان دپاره کورونه جوړ کړل او د انګورو باغونه مې وکَرل. ما د خپل ځان دپاره سپين زر، ... داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى.
معلِم ۲:۴, ۸, ۱۱
کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.
يوحنا ۷:۳۷
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
زبور ۱۰۷:۹
د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.
کولوسيان ۳:۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ اګست ۷
يوحنا ۱۴:۲۶ · يوحنا ۴:۱۰
۲۰۲۳ اګست ۶
متلونه ۳:۱۲ · ګردان ۳۲:۳۹
۲۰۲۳ اګست ۵
روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹
۲۰۲۳ اګست ۴
يوحنا ۱۹:۳۰ · عبرانيان ۱۲:۲
۲۰۲۳ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰ · زبور ۳۱:۱۹–۲۰
۲۰۲۳ اګست ۲
رويا ۱۳:۸ · هِجرت ۱۲:۵–۷
