۲۰۲۳ اګست ۹
ورځنۍ رڼا, اګست ۱۰: تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ (متى ۵:۱۳)
ورځنۍ رڼا
زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى.
يوحنا ۱۷:۱۵
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
فيليپيانو ۲:۱۵
تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. ... تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ.
متى ۵:۱۳–۱۴
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
متى ۵:۱۶
هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.
پېدايښت ۲۰:۶
خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى.
دوېم تِسالونيکيان ۳:۳
ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم.
نحمياه ۵:۱۵
هغه عيسىٰ چا چې زمونږ د ګناهونو دپاره خپل ځان قربان کړو، د دې دپاره چې زمونږ د خُدائ پلار د رضا په مطابق د دې موجوده بدکارې زمانې نه مونږ بچ کړى.
ګلتيان ۱:۴
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.
يهوداه ۱:۲۴–۲۵
خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
متلونه ۲۹:۲۵
زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى.
يشعياه ۳۳:۵
مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے، او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے. هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى، او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى. هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى.
زبور ۱۱۳:۴, ۷–۸
خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو. خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.
اِفِسيانو ۲:۴–۶
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟ زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون، نۀ فرښتې، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ اوسنى او نۀ راتلونکى څيزونه، نۀ قوتونه، په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.
روميان ۸:۳۲, ۳۸–۳۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ اګست ۸
متلونه ۴:۱۸ · فيليپيانو ۳:۱۲
۲۰۲۳ اګست ۷
يوحنا ۱۴:۲۶ · يوحنا ۴:۱۰
۲۰۲۳ اګست ۶
متلونه ۳:۱۲ · ګردان ۳۲:۳۹
۲۰۲۳ اګست ۵
روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹
۲۰۲۳ اګست ۴
يوحنا ۱۹:۳۰ · عبرانيان ۱۲:۲
۲۰۲۳ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰ · زبور ۳۱:۱۹–۲۰
