ورځنۍ رڼا, اګست ۶: د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى (روميان ۱۱:۳۶)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مينه کوى نو هم هغه تنبيه کوى لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبيه کوى کوم چې هغۀ ته ګران وى.

زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.

مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.

مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى.

خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم.

ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى.

همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.

نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.

زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه.

دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.

هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. ... نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم.

ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو. مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے. مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه ... خو دا ټول دولت ستا نه راغلے وو او دا ټول ستا دے.

ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.

بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.

ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ، ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى.

او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ