۲۰۲۳ جولای ۲۹
ورځنۍ رڼا, جولای ۳۰: حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه
ورځنۍ رڼا
نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے.
کولوسيان ۳:۱
حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه.
متلونه ۴:۵
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى.
يعقوب ۳:۱۷
سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته.
ايُوب ۲۸:۱۴
نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو. نو کۀ مونږ د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ سره شامل يُو نو بيا به مونږ د هغۀ سره په نوې ژوندون کښې هم شامل يُو.
روميان ۶:۴–۵
نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.
عبرانيان ۱۲:۱
خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. ... خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.
اِفِسيانو ۲:۴–۶
ځکه چې کوم خلق دغه شان خبرې کوى، د هغوئ نه د دې خبرې پته لګى چې هغوئ د خپل مُلک په تلاش کښې دى.
عبرانيان ۱۱:۱۴
مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ.
صفنياه ۲:۳
بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو.
يوحنا ۷:۵۰
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو.
متى ۲۶:۵۸
خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى. ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.
يوحنا ۱۲:۴۲–۴۳
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
متلونه ۲۹:۲۵
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا ۶:۳۷
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى.
يشعياه ۴۲:۳
کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه.
متى ۱۷:۲۰
ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے. نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم.
دوېم تيموتيوس ۱:۷–۸
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.
اول يوحنا ۲:۲۸
هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.
متى ۱۰:۳۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جولای ۲۸
اِفِسيانو ۵:۲ · يوحنا ۱۳:۳۴
۲۰۲۳ جولای ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۴ · يشعياه ۴۰:۵
۲۰۲۳ جولای ۲۶
عبرانيان ۱۱:۸ · زبور ۴۷:۴
۲۰۲۳ جولای ۲۵
اول يوحنا ۳:۱۴ · يوحنا ۵:۲۴
۲۰۲۳ جولای ۲۴
روميان ۱۲:۱۲ · اول سموئيل ۳:۱۸
۲۰۲۳ جولای ۲۳
اول کورنتيان ۱۵:۲۴ · مرقوس ۱۳:۳۲–۳۳
