ورځنۍ رڼا, جولای ۲۸: خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.

زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.

د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.

خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى.

25‏-26 او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“

خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ.

هرکله چې ستا دشمن راپرېوځى نو په هغۀ باندې خوشحالى مۀ کوه، او کله چې هغه تيندک وخورى نو په هغۀ باندې خپل زړۀ مۀ خوشحالوه.

د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.

ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.

نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.

ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.

د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ.

ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.

او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو ... د دې په حقله ما مالِک ته درې ځله سوال زارى وکړه چې دا تکليف زما نه لرې کړى. خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.

زۀ خپل فريادونه د هغۀ په وړاندې کوم، د هغۀ په وړاندې زۀ خپل مصيبت بيانوم.

9‏-10 يوه ورځ ... حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“ ... ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.

مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.

مونږ له يې په ميراث کښې زمکه راکړله.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ