۲۰۲۳ جولای ۲۴
ورځنۍ رڼا, جولای ۲۵: تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې
ورځنۍ رڼا
کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو.
اول يوحنا ۳:۱۴
هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
يوحنا ۵:۲۴
هر چا سره چې زوئ وى هغۀ سره ژوندون هم وى، او هر چا سره چې د خُدائ پاک زوئ نۀ وى هغۀ سره ژوندون نۀ وى.
اول يوحنا ۵:۱۲
خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو. هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.
دوېم کورنتيان ۱:۲۱–۲۲
نو په هم دې به مونږ پوهه شُو چې مونږ رښتينى يُو او خپل زړونه به د هغۀ په وړاندې مطمئن ساتو. ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.
اول يوحنا ۳:۱۹, ۲۱
مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده.
اول يوحنا ۵:۱۹
تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ.
اِفِسيانو ۲:۱
تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو.
اِفِسيانو ۲:۵
هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو.
کولوسيان ۱:۱۳
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې.
زبور ۱۶:۱۱
زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.
يرمياه ۲۱:۸
او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.
اول سموئيل ۱۲:۲۳
زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
يوحنا ۱۴:۶
ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدمګير جوړ کړم.
متى ۴:۱۹
ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.
متى ۷:۱۳–۱۴
هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.
يشعياه ۳۵:۸
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو.
هوسيع ۶:۳
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟
يوحنا ۱۴:۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جولای ۲۳
اول کورنتيان ۱۵:۲۴ · مرقوس ۱۳:۳۲–۳۳
۲۰۲۳ جولای ۲۲
روميان ۶:۱۰ · يشعياه ۵۳:۱۲
۲۰۲۳ جولای ۲۱
روميان ۳:۱–۲ · يرمياه ۴:۴
۲۰۲۳ جولای ۲۰
يوحنا ۱۷:۱۶ · يشعياه ۵۳:۳
۲۰۲۳ جولای ۱۹
لوقا ۱:۴۹ · هِجرت ۱۵:۱۱
۲۰۲۳ جولای ۱۸
يوحنا ۱۰:۳ · دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
