ورځنۍ رڼا, جولای ۲۰: تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

دوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.

خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو.

په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“

ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى.

نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.

چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.

ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.

هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.

تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى. او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.

خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى.

د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“

ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.

بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ. په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ. او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.

ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.

اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته، خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم.

کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو.

نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ