۲۰۲۳ جولای ۱۷
ورځنۍ رڼا, جولای ۱۸: هغې نه چې څۀ کېدے شول (مرقوس ۱۴:۸)
ورځنۍ رڼا
او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.
يوحنا ۱۰:۳
خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟ نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بېشرعې خلق زما نه ورک شئ.
متى ۷:۲۲–۲۳
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱:۶
ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.
يشعياه ۴۹:۱۶
زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه.
غزلې ۸:۶
مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
ناحوم ۱:۷
کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
يوحنا ۱۴:۲–۳
هغې نه چې څۀ کېدے شول.
مرقوس ۱۴:۸
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې.
لوقا ۲۱:۳
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بېاجره پاتې نۀ شى.
مرقوس ۹:۴۱
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.
دوېم کورنتيان ۸:۱۲
مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.
اول يوحنا ۳:۱۸
فرض کړئ کۀ تاسو يو ورور يا خور ووينئ چې خوراک يا جامو ته يې ضرورت وى، او تاسو ورته ووايئ چې، ”په خير لاړ شه، ګرم اوسه او موړ اوسه،“ خو د کومو څيزونو چې هغۀ ته ضرورت وى، هغه ورنۀ کړئ نو د دې فائده څۀ ده؟
يعقوب ۲:۱۵–۱۶
او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى. تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.
دوېم کورنتيان ۹:۶–۷
دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
لوقا ۱۷:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جولای ۱۶
هِجرت ۱۹:۶ · رويا ۵:۹–۱۰
۲۰۲۳ جولای ۱۵
متى ۶:۱۰ · زبور ۱۰۳:۲۰–۲۱
۲۰۲۳ جولای ۱۴
متى ۱۲:۳۴ · کولوسيان ۳:۱۶
۲۰۲۳ جولای ۱۳
غزلې ۷:۱۰ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
۲۰۲۳ جولای ۱۲
هِجرت ۳۳:۱۴ · ګردان ۳۱:۶
۲۰۲۳ جولای ۱۱
يرمياه ۱۵:۲۰ · يشعياه ۴۹:۲۴–۲۶
