ورځنۍ رڼا, جولای ۱۷: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.

نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل، زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.

مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه، په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى ... زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.

زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده. اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.

اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟ خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.

ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.

اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه.

نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بې‌ګناه يئ.

ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى. او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى.

خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى.

ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.

خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى.

د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.

خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ