۲۰۲۳ جولای ۱۱
ورځنۍ رڼا, جولای ۱۲: مالِک خُدائ وفرمائيل (هِجرت ۳۳:۱۴)
ورځنۍ رڼا
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
هِجرت ۳۳:۱۴
تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“ مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“
ګردان ۳۱:۶, ۸
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“
يشوَع ۱:۹
چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه ۳:۶
زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“ نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟
عبرانيان ۱۳:۵–۶
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے.
دوېم کورنتيان ۳:۵
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.
متى ۶:۱۳
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
يرمياه ۱۰:۲۳
ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما.
زبور ۳۱:۱۵
او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.
عبرانيان ۱۰:۲۴
رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى.
ايُوب ۶:۲۵
په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم.
دوېم پطروس ۳:۱
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
ملاکى ۳:۱۶
کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى.
متى ۱۸:۱۹
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى.
پېدايښت ۲:۱۸
د يو نه دوه کسان ښۀ وى، ځکه چې هغوئ د خپل محنت نه ښۀ فائده اخستے شى. کۀ په هغوئ کښې يو کس وغورزيږى، نو هغه دوېم به يې راپاڅوى، خو کۀ څوک يواځې وى او وغورزيږى، نو په هغۀ افسوس، ځکه چې داسې به څوک نۀ وى چې هغه راپاڅوى.
معلِم ۴:۹–۱۰
بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.
روميان ۱۴:۱۳
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ. ... او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.
ګلتيان ۶:۲, ۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جولای ۱۰
متى ۱۰:۲۴ · يوحنا ۱۳:۱۳
۲۰۲۳ جولای ۹
زکرياه ۳:۴ · زبور ۳۲:۱
۲۰۲۳ جولای ۸
اول يوحنا ۱:۹ · زبور ۵۱:۳–۴
۲۰۲۳ جولای ۷
متى ۴:۱ · عبرانيان ۵:۷–۹
۲۰۲۳ جولای ۶
کولوسيان ۴:۶ · متلونه ۲۵:۱۱–۱۲
۲۰۲۳ جولای ۵
اول يوحنا ۴:۱۶ · اِفِسيانو ۲:۴–۷
