ورځنۍ رڼا, جولای ۸: بې‌اِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.

زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم، زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم. ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے.

نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.

ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“

زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى.

لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.

د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.

زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ.

هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.

عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے.

بې‌اِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى.

مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.

ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے. او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.

زۀ به پس د دې نه تاسو سره ډيرې خبرې ونۀ کړم ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان راتلونکے دے. خو د هغۀ په ما هيڅ اختيار نشته.

ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى.

ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى.

او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.

مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى. مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ