۲۰۲۳ جولای ۶
ورځنۍ رڼا, جولای ۷: او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم
ورځنۍ رڼا
روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.
متى ۴:۱
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو. اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه. نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.
عبرانيان ۵:۷–۹
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان ۴:۱۵
تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.
اول کورنتيان ۱۰:۱۳
زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى. نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
متى ۲۰:۲۸
کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى، نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
عبرانيان ۹:۱۳–۱۴
لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى.
يشعياه ۵۳:۷
او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم. دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم.
يوحنا ۱۰:۱۵, ۱۸
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
ليويانو ۱۷:۱۱
او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.
عبرانيان ۹:۲۲
چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو. مونږ چې د مسيح د وينې په وسيله صادقان شُو، نو دا نوره هم يقينى شوه چې مونږ به د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک د غضب نه هم بچ شُو.
روميان ۵:۸–۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جولای ۵
اول يوحنا ۴:۱۶ · اِفِسيانو ۲:۴–۷
۲۰۲۳ جولای ۴
يوحنا ۱۳:۲۳ · يشعياه ۶۶:۱۳
۲۰۲۳ جولای ۳
روميان ۸:۱۷ · ګلتيان ۳:۲۹
۲۰۲۳ جولای ۲
هِجرت ۱۲:۴۳ · عبرانيان ۱۳:۱۰
۲۰۲۳ جولای ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · اِفِسيانو ۵:۱
۲۰۲۳ جون ۳۰
رويا ۳:۱۹ · عبرانيان ۱۲:۵–۶
