۲۰۲۳ جولای ۱
ورځنۍ رڼا, جولای ۲: دا د فسحې د اختر اصُول دى (هِجرت ۱۲:۴۳)
ورځنۍ رڼا
دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى.
هِجرت ۱۲:۴۳
زمونږ داسې قربانګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.
عبرانيان ۱۳:۱۰
هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.
يوحنا ۳:۳
نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. ... خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.
اِفِسيانو ۲:۱۲–۱۳
ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېريهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل ... هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.
اِفِسيانو ۲:۱۴–۱۵
نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ.
اِفِسيانو ۲:۱۹
او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.
رويا ۳:۲۰
بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې.
متى ۲۶:۴۴
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
عبرانيان ۵:۷
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو.
هوسيع ۶:۳
په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
روميان ۱۲:۱۲
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
اِفِسيانو ۶:۱۸
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو ۴:۶–۷
زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.
متى ۲۶:۳۹
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى.
اول يوحنا ۵:۱۴
په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه. هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
زبور ۳۷:۴–۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جون ۳۰
رويا ۳:۱۹ · عبرانيان ۱۲:۵–۶
۲۰۲۳ جون ۲۹
اول يوحنا ۵:۳ · يوحنا ۶:۴۰
۲۰۲۳ جون ۲۸
ايُوب ۱۹:۲۵ · روميان ۵:۱۰
۲۰۲۳ جون ۲۷
رويا ۶:۱۷ · ملاکى ۳:۲
۲۰۲۳ جون ۲۶
اول تواريخ ۴:۱۰ · متلونه ۱۰:۲۲
۲۰۲۳ جون ۲۵
اول يوحنا ۳:۲ · يوحنا ۱:۱۲
