۲۰۲۳ جون ۳۰
ورځنۍ رڼا, جولای ۱: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، ښېګړه
ورځنۍ رڼا
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه ... ښېګړه.
ګلتيان ۵:۲۲
لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ.
اِفِسيانو ۵:۱
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ، چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.
متى ۵:۴۴–۴۵
ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.
لوقا ۶:۳۶
ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى.
اِفِسيانو ۵:۹
خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله، نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو.
تيطوس ۳:۴–۶
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
زبور ۱۴۵:۹
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے نوم کېښودو.
اول سموئيل ۷:۱۲
مالِک خُدائ ساده زړۀ لرونکى خلق بچ کوى، کله چې زۀ ډېر سخت حاجتمند ومه هغۀ زۀ بچ کړم.
زبور ۱۱۶:۶
ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى، ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله. مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.
زبور ۲۸:۶–۷
دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم. دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.
زبور ۱۱۸:۸–۹
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
زبور ۱۴۶:۵
هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.
زبور ۱۰۷:۷
مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.
يشوَع ۲۱:۴۵
کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.
لوقا ۲۲:۳۵
ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
زبور ۶۳:۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جون ۲۹
اول يوحنا ۵:۳ · يوحنا ۶:۴۰
۲۰۲۳ جون ۲۸
ايُوب ۱۹:۲۵ · روميان ۵:۱۰
۲۰۲۳ جون ۲۷
رويا ۶:۱۷ · ملاکى ۳:۲
۲۰۲۳ جون ۲۶
اول تواريخ ۴:۱۰ · متلونه ۱۰:۲۲
۲۰۲۳ جون ۲۵
اول يوحنا ۳:۲ · يوحنا ۱:۱۲
۲۰۲۳ جون ۲۴
شمېر ۱۰:۳۳ · زبور ۳۱:۱۵
