ورځنۍ رڼا, جولای ۴: لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله.

لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى.

بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل. هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.

عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“

ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.

د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل.

زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.

”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.

ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“

يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے. او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے.

چې څنګه دوئ د فِرعون د دربار نه راووتل، نو دوئ د موسىٰ او هارون سره مِلاو شول، ځکه چې هغوئ د دوئ اِنتظار کولو. دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“ بيا موسىٰ مالِک خُدائ ته واپس وګرځېدو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ د دې خلقو سره ولې بد سلوک کوې؟ تا زۀ ولې دلته رالېږلے يم؟

بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے ... ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.

خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو. اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے. او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.

ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى. خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ