۲۰۲۳ جولای ۴
ورځنۍ رڼا, جولای ۵: او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو
ورځنۍ رڼا
نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى.
اول يوحنا ۴:۱۶
خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو. خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو. نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.
اِفِسيانو ۲:۴–۷
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
يوحنا ۳:۱۶
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
زبور ۱۴۵:۹
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.
اول يوحنا ۴:۱۹
څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
لوقا ۱:۴۵
لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.
روميان ۱۲:۱۶
اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟ ... ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
يعقوب ۲:۱, ۵
تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.
اول کورنتيان ۱۰:۲۴
خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو. خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى.
اول تيموتيوس ۶:۸–۹
خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.
اول کورنتيان ۱:۲۷–۲۹
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم.
زبور ۱۳۱:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جولای ۳
روميان ۸:۱۷ · ګلتيان ۳:۲۹
۲۰۲۳ جولای ۲
هِجرت ۱۲:۴۳ · عبرانيان ۱۳:۱۰
۲۰۲۳ جولای ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · اِفِسيانو ۵:۱
۲۰۲۳ جون ۳۰
رويا ۳:۱۹ · عبرانيان ۱۲:۵–۶
۲۰۲۳ جون ۲۹
اول يوحنا ۵:۳ · يوحنا ۶:۴۰
۲۰۲۳ جون ۲۸
ايُوب ۱۹:۲۵ · روميان ۵:۱۰
