ورځنۍ رڼا, جولای ۱۵: ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ (مرقوس ۴:۲۴)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.

فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ، تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ، او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ. اے د فرښتو لښکرو، تاسو د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، اے د هغۀ خِدمتګارانو چې د هغۀ رضا پوره کوئ.

ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.

پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“

کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.

هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.

ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.

اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.

نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.

خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى.

ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.

ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.

په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“

تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ.

د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى.

د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“

څوک چې روحانى خلق دى هغوئ هر څۀ آزمائى خو هغه په خپله هيڅوک نۀ شى آزمائيلے.

ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ.

زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. ... تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.

خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.

او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى. کله چې هغه خپلې ټولې ګډې رابهر کړې نو هغه ترې وړاندې ځى او ګډې ورپسې، ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى. هغوئ به نا آشنا سړى پسې چرې هم نۀ ځى. بلکې هغوئ به د هغۀ نه وتښتى ځکه چې هغوئ د نا آشنا سړى آواز نۀ پېژنى.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ