۲۰۲۳ اګست ۱۴
ورځنۍ رڼا, اګست ۱۵: هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى
ورځنۍ رڼا
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو، هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى.
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱
خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.
دوېم کورنتيان ۱۳:۱۱
ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے. خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.
اِفِسيانو ۲:۸–۹
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
يعقوب ۱:۱۷
هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
فيليپيانو ۲:۱۲–۱۳
بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
روميان ۱۲:۲
او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
فيليپيانو ۱:۱۱
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے.
دوېم کورنتيان ۳:۵
خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم.
هوسيع ۲:۱۴
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم. او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“
دوېم کورنتيان ۶:۱۷–۱۸
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
دوېم کورنتيان ۷:۱
نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى. نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بېعزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.
عبرانيان ۱۳:۱۲–۱۳
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ما پسې راځئ چې چرته خوشى بيابان ته لاړ شُو چې تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چې دومره زيات خلق تلل راتلل چې هغوئ روټۍ خوړلو ته هم نۀ وزګارېدل.
مرقوس ۶:۳۱
مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما. راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له. هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
زبور ۲۳:۱–۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ اګست ۱۳
عبرانيان ۱۱:۱۶ · يوحنا ۱۴:۳
۲۰۲۳ اګست ۱۲
مرثيى ۳:۳۱–۳۲ · يرمياه ۴۶:۲۸
۲۰۲۳ اګست ۱۱
عبرانيان ۲:۱۴ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
۲۰۲۳ اګست ۱۰
يوحنا ۱۷:۱۵ · فيليپيانو ۲:۱۵
۲۰۲۳ اګست ۹
غزلې ۴:۷ · يشعياه ۱:۵–۶
۲۰۲۳ اګست ۸
متلونه ۴:۱۸ · فيليپيانو ۳:۱۲
