۲۰۲۳ اګست ۱۷
ورځنۍ رڼا, اګست ۱۸: څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى
ورځنۍ رڼا
په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.
ګردان ۳:۲۴
په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان، په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان. اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟ تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې.
زبور ۸۹:۶, ۸
اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.
زبور ۸۶:۸
د خپلې وعدې د خاطره او د خپلې مرضۍ په مطابق، تا دا لوئ کار کړے دے او دا دې خپل خِدمت کوونکى ته ښودلے دے. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې.
دوېم سموئيل ۷:۲۱–۲۲
څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى. دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې.
اول کورنتيان ۲:۹–۱۰
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.
ګردان ۲۹:۲۹
نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“
اول کورنتيان ۱:۳۱
هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه.
يرمياه ۹:۲۳–۲۴
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم.
فيليپيانو ۳:۸
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے.
روميان ۱:۱۶
نو ځکه زۀ په عيسىٰ مسيح کښې د خُدائ پاک دپاره په خپل خِدمت فخر کوم.
روميان ۱۵:۱۷
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.
زبور ۷۳:۲۵
مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے ... زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.
اول سموئيل ۲:۱
مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.
زبور ۱۱۵:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ اګست ۱۶
اول تواريخ ۲۲:۵ · اول پطروس ۲:۵
۲۰۲۳ اګست ۱۵
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱ · دوېم کورنتيان ۱۳:۱۱
۲۰۲۳ اګست ۱۴
نحمياه ۸:۱۰ · يشعياه ۴۹:۱۳
۲۰۲۳ اګست ۱۳
عبرانيان ۱۱:۱۶ · يوحنا ۱۴:۳
۲۰۲۳ اګست ۱۲
مرثيى ۳:۳۱–۳۲ · يرمياه ۴۶:۲۸
۲۰۲۳ اګست ۱۱
عبرانيان ۲:۱۴ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
