۲۰۲۳ جنوري ۱
ورځنۍ رڼا, جنوري ۲: مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ
ورځنۍ رڼا
مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ.
يشعياه ۴۲:۱۰
خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.
زبور ۸۱:۱–۲
هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.
زبور ۴۰:۳
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“
يشوَع ۱:۹
د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“
نحمياه ۸:۱۰
کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو.
اعمال ۲۸:۱۵
د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے. شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو. راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد. بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
روميان ۱۳:۱۱–۱۴
زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.
زبور ۱۴۱:۲
د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. دا قربانګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم. هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى ... چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى.
هِجرت ۳۰:۱, ۶–۸
نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.
عبرانيان ۷:۲۵
او د فرښتې د لاس نه د خوشبويۍ د سوزولو لوګے د مقدسينو د دُعا سره پاس خُدائ پاک ته ورسېدو.
رويا ۸:۴
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
اول پطروس ۲:۵
په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.
اول تِسالونيکيان ۵:۱۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۳۱
ګردان ۱:۳۱ · هِجرت ۱۹:۴
۲۰۲۲ دسمبر ۳۰
اول کورنتيان ۱:۸ · کولوسيان ۱:۲۱–۲۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۹
اِفِسيانو ۵:۱۷ · اول تِسالونيکيان ۴:۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۸
مرقوس ۲:۵ · يرمياه ۳۱:۳۴
۲۰۲۲ دسمبر ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۱۸ · عبرانيان ۱۳:۱۴
۲۰۲۲ دسمبر ۲۶
اول کورنتيان ۱۵:۵۸ · اول کورنتيان ۱۵:۵۸
