۲۰۲۳ جنوري ۲
ورځنۍ رڼا, جنوري ۳: او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے
ورځنۍ رڼا
هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله.
زبور ۱۰۷:۷
هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى. لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل. يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.
ګردان ۳۲:۱۰–۱۲
زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“
يشعياه ۴۶:۴
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره. کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
زبور ۲۳:۳–۴
نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.
يشعياه ۵۸:۱۱
ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.
زبور ۴۸:۱۴
او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے.
ايُوب ۳۶:۲۲
”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نظر غواړم.“
لوقا ۱۸:۴۱
سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.
زبور ۱۱۹:۱۸
بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.
لوقا ۲۴:۴۵
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى.
يوحنا ۱۴:۲۶
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے.
يعقوب ۱:۱۷
زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ. نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے، او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بېشانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى.
اِفِسيانو ۱:۱۷–۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جنوري ۱
فيليپيانو ۳:۱۳–۱۴ · يوحنا ۱۷:۲۴
۲۰۲۲ دسمبر ۳۱
ګردان ۱:۳۱ · هِجرت ۱۹:۴
۲۰۲۲ دسمبر ۳۰
اول کورنتيان ۱:۸ · کولوسيان ۱:۲۱–۲۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۹
اِفِسيانو ۵:۱۷ · اول تِسالونيکيان ۴:۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۸
مرقوس ۲:۵ · يرمياه ۳۱:۳۴
۲۰۲۲ دسمبر ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۱۸ · عبرانيان ۱۳:۱۴
