۲۰۲۲ دسمبر ۲۸
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۹: ما ته غوږ ونيسئ (دوېم تاريخ ۱۵:۲)
ورځنۍ رڼا
نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده.
اِفِسيانو ۵:۱۷
ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۳
خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.
ايُوب ۲۲:۲۱
او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.
يوحنا ۱۷:۳
او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.
اول يوحنا ۵:۲۰
نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى.
کولوسيان ۱:۹
زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ. نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے، او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بېشانه دے.
اِفِسيانو ۱:۱۷–۱۹
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى.
يعقوب ۴:۸
حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو.
پېدايښت ۵:۲۴
آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟
عاموس ۳:۳
خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم.
زبور ۷۳:۲۸
ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى. خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو.
دوېم تاريخ ۱۵:۲, ۴
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى. بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم. تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.
يرمياه ۲۹:۱۱–۱۳
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو.
عبرانيان ۱۰:۱۹–۲۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۱۸ · عبرانيان ۱۳:۱۴
۲۰۲۲ دسمبر ۲۶
اول کورنتيان ۱۵:۵۸ · اول کورنتيان ۱۵:۵۸
۲۰۲۲ دسمبر ۲۵
تيطوس ۳:۴ · يرمياه ۳۱:۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۴
روميان ۸:۱۳ · ګلتيان ۵:۱۹
۲۰۲۲ دسمبر ۲۳
يشعياه ۲۷:۵ · يرمياه ۲۹:۱۱
۲۰۲۲ دسمبر ۲۲
اول تِسالونيکيان ۱:۳ · يوحنا ۶:۲۹
