ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۶: زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.

ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.

نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ. په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.

خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.

خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.

زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.

ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.

څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى. نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو. ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.

د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“

زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى. زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.

زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.

داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟

اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ