۲۰۲۲ دسمبر ۲۳
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۴: په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ
ورځنۍ رڼا
ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
روميان ۸:۱۳
نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا ... زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى. خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے. او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى. نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى.
ګلتيان ۵:۱۹, ۲۱–۲۵
ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے. او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
تيطوس ۲:۱۱–۱۴
فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے.
اول سموئيل ۲۹:۳
کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى. خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.
اول پطروس ۴:۱۴–۱۵
نو چا ته دا موقع مۀ ورکوئ هغه څۀ چې ستا په نظر کښې جائز وى، او دوئ ورته بد ووائى.
روميان ۱۴:۱۶
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ.
اول پطروس ۲:۱۲
څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟ ... نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“ دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ.
دوېم کورنتيان ۶:۱۴, ۱۶–۱۷
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۲۲
اول تِسالونيکيان ۱:۳ · يوحنا ۶:۲۹
۲۰۲۲ دسمبر ۲۱
يشعياه ۶۰:۲۰ · يوحنا ۱۶:۳۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۰
اِفِسيانو ۱:۴ · دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۳
۲۰۲۲ دسمبر ۱۹
زبور ۱۱۲:۴ · يشعياه ۵۰:۱۰
۲۰۲۲ دسمبر ۱۸
عبرانيان ۴:۱۶ · فيليپيانو ۴:۶–۷
۲۰۲۲ دسمبر ۱۷
زبور ۸۰:۱۸ · يوحنا ۶:۶۳
