۲۰۲۲ دسمبر ۱۶
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۷: دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى
ورځنۍ رڼا
مونږ ژوندى پرېږده چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړُو.
زبور ۸۰:۱۸
دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى.
يوحنا ۶:۶۳
روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے. او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.
روميان ۸:۲۶–۲۷
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
اِفِسيانو ۶:۱۸
زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے.
زبور ۱۱۹:۹۳
کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.
يوحنا ۶:۶۳
ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.
دوېم کورنتيان ۳:۶
کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
يوحنا ۱۵:۷
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى.
اول يوحنا ۵:۱۴
نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.
اول کورنتيان ۱۲:۳
د تيارې په بېفائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.
اِفِسيانو ۵:۱۱
دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.
اول کورنتيان ۱۵:۳۳
ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟ خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ ... ما په خپل خط کښې تاسو ته دا ليکلى وُو چې د حرام کارو سره ناسته پاسته مۀ کوئ. زما مطلب خو دا نۀ دے چې تاسو بلکل په خپل ژوند کښې د بېايمانه، حرام کارو، لالچيانو، ظالمانو يا بُت پرستانو سره تعلق پرېږدئ، نو په داسې کولو خو به بيا تاسو دا دُنيا پرېښودلى وى. خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.
اول کورنتيان ۵:۶–۷, ۹–۱۱
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
فيليپيانو ۲:۱۵
په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى.
دوېم تيموتيوس ۲:۲۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۱۵
ګلتيان ۶:۲ · فيليپيانو ۲:۴–۵
۲۰۲۲ دسمبر ۱۴
زبور ۶۶:۲ · يشعياه ۴۳:۲۱
۲۰۲۲ دسمبر ۱۳
دوېم تيموتيوس ۲:۱ · کولوسيان ۱:۱۱
۲۰۲۲ دسمبر ۱۲
صفنياه ۳:۱۵ · يشعياه ۴۱:۱۰
۲۰۲۲ دسمبر ۱۱
روميان ۱۴:۱۶ · اول تِسالونيکيان ۵:۲۲
۲۰۲۲ دسمبر ۱۰
يوحنا ۱۰:۲۹ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
