ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۶: زما په مينه کښې اوسئ (يوحنا ۱۵:۹)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.

زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى. څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه. زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى. دوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.

څنګه چې پلار ما سره مينه کړې ده نو دغه شان زۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښې اوسئ.

د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى. تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.

زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.

زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.

لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.

ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.

نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.

تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ.

خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى.

په هم دې وجه زۀ د پلار په وړاندې دُعا کوم، د چا نه چې په آسمان او زمکه کښې هر قوم خپل حقيقى نوم مومى، زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ. ... او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى. او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے. او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ