۲۰۲۲ دسمبر ۹
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۰: مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو
ورځنۍ رڼا
زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے.
يوحنا ۱۰:۲۹
ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى.
دوېم تيموتيوس ۴:۱۸
د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى. زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون، نۀ فرښتې، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ اوسنى او نۀ راتلونکى څيزونه، نۀ قوتونه، په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.
روميان ۸:۳۷–۳۹
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
کولوسيان ۳:۳
ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
يعقوب ۲:۵
اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو، هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.
دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۶–۱۷
خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.
يعقوب ۱:۲۵
او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى ... زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے. نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ.
يوحنا ۸:۳۲–۳۴, ۳۶
مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو. نو بيا په دې آزادۍ کښې قائم پاتې شئ، او په خپله غاړه د غلامۍ جغ بيا مۀ ږدئ. زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ. ځکه چې د ټول شريعت خلاصه صرف په دې يو حُکم کښې ده چې، ”تاسو د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“
ګلتيان ۵:۱, ۱۳–۱۴
اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان ۶:۱۸
د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى.
روميان ۷:۲
ځکه چې د روح شريعت چې په عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته ژوندون راکوى هغې مونږ د ګناه او د مرګ د شريعت نه آزاد کړى يُو.
روميان ۸:۲
زۀ به په آزادۍ سره ګرځم، ځکه چې ما خپل ځان ستا حُکمونو ته وقف کړے دے.
زبور ۱۱۹:۴۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۸
ګلتيان ۵:۱۳ · ګلتيان ۶:۱–۲
۲۰۲۲ دسمبر ۷
دوېم کورنتيان ۵:۲۱ · يشعياه ۵۳:۶
۲۰۲۲ دسمبر ۶
فيليپيانو ۲:۱۳ · دوېم کورنتيان ۳:۵
۲۰۲۲ دسمبر ۵
زبور ۱۱۹:۷۱ · عبرانيان ۵:۸
۲۰۲۲ دسمبر ۴
ايُوب ۲۸:۱۲ · يعقوب ۱:۵–۶
۲۰۲۲ دسمبر ۳
ايُوب ۵:۸ · پېدايښت ۱۸:۱۴
