۲۰۲۲ دسمبر ۳
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۴: او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه
ورځنۍ رڼا
خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟
ايُوب ۲۸:۱۲
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى. خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.
يعقوب ۱:۵–۶
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه ۳:۵–۶
يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى.
اول تيموتيوس ۱:۱۷
په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه.
متلونه ۳:۷
اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.
يرمياه ۱:۶–۸
کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
يوحنا ۱۶:۲۳–۲۴
کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“
متى ۲۱:۲۲
زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم.
ايُوب ۷:۱۶
کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے. ما به ځان دپاره په تېزۍ سره د پناه ځائ لټولے وے ترڅو چې زۀ دې سختو هواګانو طوفانونو نه امان کښې وے.
زبور ۵۵:۶, ۸
مونږ په دې خېمه کښې د خپل آسمانى کور د داخلېدو په طمع زبيرګى کوُو، مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.
دوېم کورنتيان ۵:۲, ۴
زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.
فيليپيانو ۱:۲۳
او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو. په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بېهمته نۀ شئ.
عبرانيان ۱۲:۱–۳
نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا ۱۴:۲۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۲
اول يوحنا ۲:۲۰ · اعمال ۱۰:۳۸
۲۰۲۲ دسمبر ۱
يشعياه ۳۲:۲ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۲ نومبر ۳۰
رويا ۱:۴ · فيليپيانو ۴:۷
۲۰۲۲ نومبر ۲۹
زبور ۶۵:۴ · زبور ۲۷:۴
۲۰۲۲ نومبر ۲۸
يعقوب ۲:۲۶ · متى ۷:۲۱
۲۰۲۲ نومبر ۲۷
يوحنا ۱۷:۲۲ · يشعياه ۶:۱–۳
