ورځنۍ رڼا, نومبر ۲۷: هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو.

نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو. د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. ... هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“

يشعياه دا خبرې ځکه وکړې چې هغۀ د عيسىٰ لوئى وليده او د هغۀ په حق کښې يې خبرې کولې.

او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو. لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل.

ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم. تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى.

هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.

ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.

زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بې‌لارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته.

نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.

هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“

د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بې‌اِنصافى مۀ کوئ.

ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى.

ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ صرف د خپل ځان دپاره نۀ دے.

زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.

خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى. خو کله چې تاسو د نورو ايماندارانو په خلاف ګناه کوئ او د هغوئ کمزورے ضمير زخمى کوئ نو تاسو د مسيح خلاف ګناه کوئ.

مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ